انصار: (د غویی30مه)، د حماس اسلامی جنبش تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په دغه قلمرو کې د اسراییل او فلسطیني افراطي وسله والو ترمنځ د څه باندې اووه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس اسلامی جنبش، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د غزې روغتیا وزارت پرون د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال هم د لږ تر لږه ۸۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۷۹زره ۳۶۶ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل رژیم پوځي عملیات پرون هم په شدت روان وو.
د اسراییل غاصب رژیم اعلان کړی چې د بشري مرستو لومړۍ جوپه دغه کلابند شوي ښار ته ورسېده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31657
قرأ